Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
ښه نيتونو کولو عادت دې جوړ کړي، د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ثواب به زيات شي، په هر نيک او جائز کار کښې چې د الله پاک د رِضا نِيَّت شامل شي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! زړه به ډير زر پاک شي.
د زړه د سخت والي څلورم غټ سبب دے: تکبُّر دے. ځان د نورو نه د بهتر ګنړلو نوم تکبر دے. دا خو ډيره د تباه او برباد کولو والا د زړه بيماري ده، الله دې نکړي چې که چرې تکبر پوخ شي او غالِب شي نو د دې نه خلاصے موندل ډير ګران شي بلکه بعضې وخت خو د تَکَبُّر په وجه په زړه مُهر اولګولے شي. الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
کَذٰلِکَ یَطۡبَعُ اللّٰہُ عَلٰی کُلِّ قَلۡبِ مُتَکَبِّرٍ جَبَّارٍ ( ۳۵ ) (پارہ:24،سورۂ مؤمن:35)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: الله داسې مهر لګوي د تکبر کوونکي سرکشه په ټول زړه باندې.
معلومه شوه چې تکبر په زړه باندې د مُهر لګيدو سبب دے. ځکه ضروري ده چې بنده د تکبر نه هميشه ځان بچ ساتي، د عاجزئ نمونه جوړه شي، په حديثِ پاک کښې دي: مَنْ تَوَاضَعَ للّٰہِ رَفَعَہُ اللّٰہُ يعني څوک چې د الله پاک د پاره عاجزي کوي، الله پاک هغه ته اوچت والے عطا کوي.[1]