Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
حُجّۃُ الْاِسْلَام، حضرت سيِّدُنا امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زړه د ټولو نه قيمتي خزانه ده، د ټولو نه قيمتي جواهرات په زړه کښې وي مثلاً د الله پاک معرفت کوم چې د دواړو جهانونو د سعادت ذريعه ده، دا په زړه کښې وي * بصيرت (مثلاً حکمت او دانائي) د کومې په ذريعه چي انسان ته عزّت او بزرګي ميلاويږي، دا هم په زړه کښې وي * اخلاص د کوم په ذريعه چې عبادتونه قبليږي، دا هم په زړه کښې وي * ټول ښه اخلاق د کومو په وجه چې انسان ته فضيلت ميلاويږي، دا هم په زړه کښي وي * هر قِسمه عِلم و حکمت د کوم په ذريعه چې انسان ترقي کوي، په دنيا او آخرت کښې اوچت مقام حاصلوي، دا هم په زړه کښې وي. معلومه شوه چې زړه د ټولو نه قيمتي خزانه ده، ځکه ضروري ده چې د دې پوره حفاظت اوکړے شي، دا د ګناهونو د زنګ او د نفس و شيطان په شان د غلو او ډاکوانو نه بچ کړے شي چې دغه شان زمونږه دومره قيمتي خزانه محفوظه شي.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زړه اَصلي سرمايه ده، دا اصلي ژوند دے، زړه د الله پاک د نظر ځائے دے، د زړه پاك والے د کاميابئ ذريعه ده،