Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: که چې تاسو يو بنده اووينئ چې هغه ته د دُنيا نه بے رغبتي او د کمو خبرو کولو نعمت ورکړے شوے دے نو د هغه نزدې والے او صحبت اختيار کړئ ځکه چې هغه ته حِکمت ورکولے شي.[1]
اے عاشقانِ رَسُول! * په مُسکا او فراخه تندي سره خبرې کوئ * د مسلمانانو د زړه ګټلو په نِيَّت سره د وَړو سره د شفقت نه ډکې او د لويو سره ادب والا لهجه ساتئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ثواب به هم ميلاويږي او واړه او غټ ټول به ستاسو عِزَّت کوي * په زوره زوره خبرې کول سُنَّت نه دي * د ښه ښه نِيَّتونو سره د ماشومانو سره هم تاسو د جناب والا خبرو کولو عادت جوړ کړئ، ستاسو اخلاق به هم اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ښه وي او ماشومان به هم اداب زده کړي * د خبرو کولو په وخت د پردې ځائے له لاس وروړل، د ګوتو په ذريعه د بدن نه خيرے لرې کول، د نورو په مخکښې بيا بيا پوزې له ګوتې وروړل يا په پوزه يا غوږ کښې ګوتې وهل، لاړې توکل ښه خبره نه ده، د دې نه نور کرکه كوي * تر څو پورې چې بل کَس خبرې کوي، په اطمينان سره ئې اورئ، د هغه د خبرې کټ کولو سره