Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

(3): تادي کول

د زړه د سختئ او د دې په اصلاح کښې د ناکامي دريم لوئے سبب: تادي کول دي يعني هر يو کار بغير د سوچ او پوهې، بغير د غور و فکر نه کول.

تادي په 2 قسمه د زړه په خرابولو او اصلاح کښې د ناکامئ سبب جوړيږي: (1) يوه داسې چې د زړه د اصلاح د پاره وخت پکار دے، که چرې د يو ولئ کامِل د عنايت نظر نصيب شي نو بيا په يو نظر کښې زړه پاک او صفا کيږي، ګنې بيا د دې د پاره سخت محنت کول وي، د نيکو اعمالو سره په مزه مزه زړه پاك کيږي بلکه که زړه د ګناهونو په تور والي کښې نښتے وي نو يوه اوګږده موده خو د نيکو په عادت جوړولو کښې لګي، بيا چرته د زړه تور والے لرې کيدل شروع شي خو تادي کوونکے انسان دومره صبر نشي کولے، هغه درې څلور ورځې کوشش اوکړي، په ظاهره فائده اونه ويني نو هِمَّت اوبيلـي، داسې د هغه د پاره د زړه اِصلاح ډيره ګرانه شي. ځکه چې که چرې د زړه اصلاح غواړئ نو ضروري ده چې انسان تادي پريږدي او د زړه د صفائې د پاره نيکـي كول شروع کړي، کوشش کوي. زمونږ آقا و مولٰـى، مکـي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زمونږه دا دين ډير مضبوط دے ځکه په نرمئ سره په دې کښې وړاندې ځئ ځکه چې كرونده كوونكے خو نه زمکه پوره راکښني او نه