Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

علمائے کرام فرمائي: چې د زړه د سختئ د ټولو نه زر اثر کوونکے علاج دا دے چې بنده د قرآنِ کريم تلاوت اوکړي. حضرت يحيٰی بن معاذ رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د زړه د سختئ علاج په 5 خبرو کښې دے: (1) د غور و فِکر سره تلاوت کول (2) خيټه خالي ساتل (3) د شپې عبادت کول (4) د پيشمني په وخت د الله پاک په دربار کښې ژړل (5) او د نيکانو خلقو په صحبت کښې کښيناستل.[1]  

د زړه د سختئ 3 روحاني علاجونه

شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په خپل کتاب مَدَني پنج سُوره کښې ليکي:

(1)کوم کَس چې د هر لمَانځه نه پس 100 ځله يَا اللهُ لولي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه باطِن به فراخه وي (2) څوک چې هره ورځ د سحر د لمَانځه نه پس په سينه لاس کيږدي او 70 ځله يَا فَتَّاحُ اولولي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه د زړه نه به زنګ او خيرے لرې کيږي (3) او څوک چې هره ورځ د ورځې کله هم 7 ځله يَا فَتَّاحُ لولي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه زړه به روښانه کيږي.


 

 



[1]...ذم قسوة القلوب، صفحہ:263۔