Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
مٹا دے اپنی ہستی کو اگر کچھ مرتبہ چاہے کہ دانہ خاک میں مل کر گلِ گلزار ہوتا ہے
اے عاشقانِ رَسُول! د زړه د سخت والي دا 4 بنيادي وجې دي: (1) اوږده اُميدونه (2) حَسَد (3) تادي کول (4) او تکبر. مونږ له د دې څلور واړو نه بچ کيدل دي * اوګږده اُميدونه مه ساتئ بلکه مرګ هر وخت ياد لرئ، دا تَصَوُّر جوړول دي چې بس مرګ راتلونکے دے * د حَسَد په اور کښې ځان مه سوزوئ، څه چې الله پاک عطا کړي دي، په هغې شکر ادا كولو سره اوسيدل پکار دي او هميشه د نورو خير غوښتل پكار دي، کله هم د چا د بدو سوچ نه دي کول پکار * چرې هم د تادئ نه کار مه اخلئ، هر کار په غور و فِکر او آرام سره، په صبر سره د کولو عادت جوړ كړئ * او د تکبر نه خو خامخا بچ اوسيدل دي ځکه چې د شيطان د زرګونو کالو عبادت د دې تکبر په وجه ضائع شو او هغه د هميشه د پاره نامراده پاتې شو. دا 4 کارونه چې اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د زړه اصلاح به اوشي، زړه به صفا ستهرا او پاک شي.
د زړه د اصلاح د پاره يو څو نورې نُسخې
د زړه د سختئ يو څو نوراسباب هم دي، مثلاً په احاديثو کښې راغلـي دي چې د زياتو خبرو او زياتې خندا سره هم زړه مړ کيږي، ځکه