Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

شان د ښپې تلے زما په سينه کيږدئ او زما زړه يخ کړئ په تاسو دې په ډير ډير درود و سلام وي.

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اندازه اولګوئ! پاک زړه څومره لوئے نعمت دے، د اوچتې مرتبې اوليائے کرام د چا زړونه چې صفا وي، د هغوئي په زړونو د ګناهونو تور والے نه وي، د الله پاک د معرفت نور د هغوئي په زړونو کښې ځليږي، د هغوئي زړونو ته د نيکئ او ګناه پيژندګلو طاقت ورکولے شي، الله دې نکړي که چرې اتفاقاً کله څه مُعامَله اوشي نو هم فوراً دغه پاک زړونه په درزا شي او دوئي د ګناهونو نه بچ شي، ياد ساتئ! اوليائے کرام د الله پاک په عطا سره د ګناهونو نه محفوظ وي.

د ګوتې رګ به ئې په ټوپونو شو

شيخ ابو علـي دَقَّاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې حضرت حارِث مُحاسبي رَحْمَةُ  اللهِ عَلَيْه چې به کله په لاعلمئ کښې د شک والا خوراک له لاس وروړلو نو د هغوئي د ګوتې رګ به ټوپونه وهل، داسې به هغوئي ته پته لګيدله چې دا خوراک (100 فيصده) حلال نه دے، په دې کښې څه شک دے. يو ځل هغوئي په يو ځائے تيريدلو، د هغوئي يو عقيدت مند هغوئي ته د خوراک دعوت ورکړه، هغوئي د هغه د زړه ساتلو د پاره د هغه کور ته تشريف يوړلو، هغوئي چې کله وړومبئ نوړئ په خُله کړه، هغه ئې په خُله کښې اړوله را