Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

يو ديني کار: د تفسير اوريدلو او نورو ته د اورولو حلقه

اے عاشقانِ رَسُول! د زړه د اصلاح کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک د دعوتِ اسلامي ديني ماحول وابسته شئ، د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې پوره حِصَّه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د زړه اصلاح به هم کيږي او د ګناهونو نه د بچ کيدو ذهن به هم جوړيږي.

د ذيلي حلقے په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د تفسير اوريدو او نورو ته د اورولو حلقه.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! عاشقانِ رسول، مبلغينِ دعوتِ اسلامي په جُمات کښې د سحر د لمَانځه نه پس د تفسير اوريدو او نورو ته د اورولو حلقه لګوي، په دې کښې هره ورځ درے آيتونه مبارک د ترجمه او تفسير سره لوستلے اورولے شي، هره ورځ 3 آيتونه يعني هر کال 1095 آيتونه، يعني مونږه هره ورځ د 15 نه 20 منټو کوشش سره تقريباً په دوه نيمو، 3 کالو کښې پوره قرآنِ مجيد د اوريدو سره، زده کولے او ځان پوهه کولے شئ. تاسو هم په دې کار کښې ضرور حِصَّه واخلئ او زړه د قرآن په نور روښانه کړئ! راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو: