Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
خپله خبره شروع کول سُنَّت نه دي * د خبرو کولو په وخت بلکه په هر حالت کښې په ټق ټق مه خاندئ ځکه چې سرکارِ مدينه، قرارِ قلب و سينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم په ټق ټق نه دي خندلي * د بد زبانئ او بے حيائې د خبرو نه هر وخت پرهيز کوئ، د کنزلو نه ځان ساتئ او ياد ساتئ چې يو مسلمان ته بغير د شرعي اجازت نه کنزلې کول قطعي حرام دي او د بے حيائې په خبرو کوونکي جنَّت حرام دے. خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په هغه کَس جنَّت حرام دے څوک چې د فحش خبرو نه کار اخلي. د فحش خبرې معنٰی دہ: اَلتَّعْبِیْرُ عَنِ الْاُمُوْرِ الْمُسْتَقْبِحَۃِ بِالْعِبَارَات الصَّرِیْحَۃِ يعني د شرمناکو چارو (مثلاً د ګنده او بدو معاملو) په صفا الفاظو کښې ذِکر کول.[1]
میری زبان تَر رہے ذِکْر و درود سے بے جا ہنسوں کبھی نہ کروں گفتگو فُضُول[2]
د مختلفو سُنَّتونو او آدابو زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه ’’بهارِشريعت‘‘ جلد3 حصّه 16 او د شيخِ طريقت، اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ 91 صفحو رساله 550 سُنَّتيں اور آداب هديةً واخلئ او اولولئ ئې. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.