Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * د علمِ دِين زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * چې څومره كيدے شو د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * د خپلے اصلاح د پاره به پوره بيان اورم * څه چې واورم پخپله به پرې د عمل كولو او نورو د د رَسَولو كوشش كووم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
علَّامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ماشوم په مدرسه کښې خپله تختئ وينځله، چې د تختئ نه سياهي په اوبو لا نړله نو ماشوم يو پړے را واخستلو، هغه ئې په اوبو لوند کړو، بيا ئې په پړي باندې خاوره اومږله او د دې په ذريعه ئې سياهي وينځله، نزدې يو کَس ولاړ وو او د ده تماشه ئې کوله، د تختئ د وينځلو دا ځان له انداز چې هغه اوليدلو نو هغه کَس اووئيل: ځويه! تختئ په پړي ولې مږې؟ ماشوم اووئيل: سياهي پخه ده، هغه ترې بوځم. هغه کَس پوښتنه اوکړه: آيا په پړي سياهي ځي؟ ماشوم ذهين وو، فوراً ئې اووئيل: آؤ جي! ځي، آيا تاسو نه دي ليدلي، چې په پړي پسې بوقه اوتړلے شي او کوهي ته ورښکته کولے شي، بيا راښکلے شي، د کوهي غاړې د کانړو وي، د دې باوجود د پړي راښکلو سره په هغې کښې کَندې جوړيږي (يعني چې پړے په کانړي کښې کنده ويستے شي نو د تختئ نه سياهي