Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

د هغې نه ګير چاپيره را تاؤ شو او اوئې وئيل: اے فرښتو! (دا دے هغه څوک چې الله پاک په زمکه خپل خليفه جوړ کړے دے)، تاسو ده ته حيرانې ئې؟ دا خو د دننه نه يو خالي وجود دے، په دې کښې ځائے په ځائے سوري دي، دا خالي وجود به هيڅ اونکړے شي، بيا ئې د (نور کتلو نه پس) اووئيل: آؤ! د ده د سينې ګَس طرف ته يوه بنده کوټنئ ده، دا پته نشته چې په دې کښې څه دي؟ کيدے شي چې دا د هغه لطيفۀ رَبَّاني ځائے وي د کومې په وجه چې دا د خلافت حقدار شوے دے.[1]

د دُنيا ترقي تر څو پورې دوام لري؟

اے عاشقانِ رَسُول! دا واقعي حقيقت دے چې زمونږ ټول طاقت زمونږ زړه دے، که د انسان سره مال وي او که نه، ښه جامې، قيمتي ګاډے، بينک بيلنس، بنګله، هيڅ هم نه وي، زړه صفا، په زړه کښې د ايمان نور وي، د عبادت نور موجود وي نو هغه کَس کامياب دے او که چرې د انسان سره هر څه وي، د دُنيا هر نعمت ورسره وي، د دُنيا په لحاظ که هغه هر څومره ترقي يافته وي، که چرې د هغه زړه تور دے نو د هغه کاميابي خو غټه خبره ده بعضې وخت د انسان وئيلو حق دار هم نه پاتې کيږي. اوګورئ! فِرعَون د دُنيا په لحاظ څومره ترقي يافته او کامياب وو، د هغه سره


 

 



[1]...تفسیر  نعیمی ، پارہ :1، سورۂ البقرۃ، تحت الآیۃ:30، جلد:1، صفحہ:267 بتغیر قلیل ۔