Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
اړوله، د تيرولو کوشش ئې کولو خو تيره ئې نکړے شوه، آخر هغوئي هغه نوړئ د خُلې نه راويستله. وروسته پته اوليده چې په هغه خوراک کښې شک وو.[1]
داسې ډير اوليائے کرام دي، چاته به چې د حرام او شک والا خوراک عِلم کيدو.
سُبْحٰنَ اللّٰہ! دا دي پاک زړه والا خلق...!! د زړه د پاک والي په نښو کښې دي چې د بنده به په نيکو کښې زړه لګي، د ګناهونو نه به ئې نفرت كيږي، که چرې مونږه هم خپل زړه پاک کړو، ګناهونه پريږدو، پخه او رښتينې توبه اوکړو، نيکئ کوو، د نيکانو خلقو صحبت اختيار کړو، د قرآنِ پاک د ډير زيات تلاوت او ذِکرُ الله په ذريعه د مرګ يادولو سره خپل زړه پاک و صفا کولو کوشش اوکړو نو د اوليائے کرامو په شان که کرامات مو نصيب نه شي نو د ګناهونو نه نفرت خو به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ميلاؤ شي، په نيکو کښې به زړه هم اولګي، په لمُونځونو کښې، په عبادتونو کښې به خوږ والے هم راشي، که چرې داسې الله پاک اوغوښتل نو د زړه د پاک والي په برکت به د ګناهونو او بدو نه بچ شو. الله پاک دې د اوليائے کرامو په بركت مونږ ته هم د زړه د پاک والي فِکر راعطا کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم