Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

قبر کښې به تکه توره تياره وي، د خاورو تولائي او د خختو بالښت به وي، آه! د قيامت د ورځې پورې به دلته پاتې کيدل وي. داسې د قبرونو په باره کښې غور و فِکر کوئ، مرګ بيا بيا يادوئ نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! زړه به مو پاک شي، د ګناهونو تور والے به وينځلے شي.

(2) حَسَد

د زړه د تور والي دويم غټ سبب حَسَد دے. د خپل مسلمان ورور نه د نعمت اخستلو آرزو كولو ته حَسَد وائي. دا ډيره غټه باطني بيماري ده، الله پاک په قرآنِ کريم کښې د حَسَد کوونکي نه د پناه غوښتلو حکم کړے دے، ارشاد دے:

وَ مِنۡ  شَرِّ حَاسِدٍ  اِذَا حَسَدَ  ( ۵ )   (پارہ:30،سورۂ فلق:5)

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: او د حَسَد والا د شر نه کله چې هغه زما نه سوزي.

اَللهُ اکبر! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اندازه اولګوئ! حَسَد څومره غټه فتنه او څومره غټ شَر دے چې رَبِّ کائنات حَسَد کوونکے د شيطان سره ميلاؤ کړو او حکم ئې اوکړو چې د دې ټولو نه پناه غواړئ! [1]

 په حديثِ پاک کښې دي: حَسَد نيکئ داسې خوري، لکه څنګه چې


 

 



[1]...منہاج العابدین، صفحہ:163 بتغیر قلیل ۔