Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

مرګ نزدې اوګنړئ!

اے عاشقانِ رَسُول! دا ژوند دے، پته نه لګي چې مونږه به بله ساه واخلو او که نه، ځکه د اوګږدو اُميدونو نه ځان ساتئ، مرګ هر وخت ځان ته نزدې ګنړئ! د دې په برکت به د دُنيا محبت کم شي، په حِرص او لالچ کښې به کمے راشي، د ګناهونو نه به زړه تور شي، د زر توبه کولو ذهن به جوړ شي او د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د زړه تور والے وينځلے شي او زړه به مو صفا ستهرا پړقيدونکے شي.

د اُمُّ الْمُؤْمِنِيْن حضرت عائشه صِدِّيقه طَيِّبَه طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها  په خدمت کښې يوه زنانه حاضره شوه او د زړه د سخت والي شکايت ئې اوکړو، حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها اوفرمائيل: مرګ يادوه! زړه به دې پاک شي. هغه زنانه لاړله او يو څو ورځې پس بيا راغله او د حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها شكريه ئې اداکړه او اوئې وئيل چې اوس د زړه د سخت والي نه روغه شوې يم.[1]

کاش! چې مونږه هم خپل دا ذهن جوړ کړو، مرګ يادوو، که کيدے شي نو مقبرې ته حاضِر شو، د قبرونو ليدلو سره غور و فِکر اوکړو، دا سوچ اوکړو چې يوه ورځ به زه هم مړ كيږم او د قبر کندې ته به کوزيږم، آه! په


 

 



[1]...موسوعۃ  امام ابن ابی الدنیا، باب ما یعین ذکر الموت، جلد:5، صفحہ:442، حدیث:156۔