Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
اور اوچ لرګي سيزي.[1]
امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حَسَد په بے قرارئ او بے مقصده غم او فِکر کښې اخته کوي، د حَسَد په وجه انسان د ذِلَّت او محرومئ په لعنت کښې نښلي او د حَسَد يوه لويه تباه کاري دا ده چې حَسَد زړه ړندوي، تر دې پورې چې د الله پاک د حکمونو اوريدو او په هغې د پوهيدو صلاحيت ختم شي.[2] الله پاک فرمائي:
بِئۡسَمَا اشۡتَرَوۡا بِہٖۤ اَنۡفُسَہُمۡ اَنۡ یَّکۡفُرُوۡا بِمَاۤ اَنۡزَلَ اللّٰہُ بَغۡیًا اَنۡ یُّنَزِّلَ اللّٰہُ مِنۡ فَضۡلِہٖ عَلٰی مَنۡ یَّشَآءُ مِنۡ عِبَادِہٖ ۚ (پارہ:1،سورۂ بقرۃ:90)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العرفان: هغوئي د خپلو ځانونو څومره بده سودا اوکړه چې الله څه نازل کړل د هغې نه انکار کوي د دې حَسَد په وجه چې الله په خپل فضل سره په خپل کوم بنده اوغواړي وحي نازلوي.
په تفسير صراطُ الجنان کښې د دې آيت لاندې دي: د يهوديانو خواهش وو چې د ختمِ نبوت منصب په بني اسرائيلو کښې چاته ميلاؤ شي خو چې کله هغوئي دا اوليدل چې هغوئي د منصب نه محرومه شول او بني اسماعيل (يعني د اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام اولاد) ته دا منصب ميلاؤ شو نو هغوئي د حسد په وجه د حضور اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او په هغوئي د نازل شوي د الله پاک