Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

ولې چې زمونږ په شانتې عام خلق د چا زړونه چې د ګناهونو په ګندګئ ككړ دي، د هغوئي د پاره هم دغه حکم دے چې هغوئي دې د علمائے کرامو نه پوښتنه اوکړي، د عاشقانِ رسول مفتيانِ کرامو په خدمت کښې دې حاضِر شي، هغوئي چې ورته څه اوفرمائي: د قرآن و سُنَّت په رنړا کښې ورته کومه فيصله عطا کړي، په هغې دې عمل اوکړي. مشهور مُفَسِّرِ قرآن، حکيم الاُمَّت حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حُضُورِ پُرنُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت وابِصَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په سينه باندې لاس کيښودلو او د هغوئي زړه ته ئې فيض ورکړلو، د کوم سره چې د هغوئي نفس مُطمَئِن او زړه د وسوسو نه پاک او صفا شو، چې اوس دا زړه پاک و صفا وو، ځکه ئې اوفرمائيل: اے وابِصَه! د نن نه د ګناه او نيکئ پيژندګلو هم دا ده چې په کومې ستا زړه ډاډه وي هغه به نيکي وي او کومه چې ستا زړه قبوله نه کړي، هغه به ګناه وي. دا د حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لاس شريف اثر دے ګنې زمونږ په شان خلقو ته دا حکم نه دے.[1]

دِل  کرو  ٹھنڈا  مرا،  وہ  کفِ پا   چاند  سا                                                                سینے  پہ  رکھ  دو  ذرا   تم  پہ  کروڑوں  درود

وضاحت: اے زما خوږه آقا و مولا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د خپل سپوږمئ په


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، صفحہ:257-258 بتغیر قلیل ۔