Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai

سُبْحٰنَ اللّٰہ!  دې ته: د غيبو عِلم وائي! يو عاشقِ رسول څه ښکلي وئيلي دي:

اے  کہ   ذاتِ   پاکِ  تُو  صُبْحِ  دُہُور                                چَشْمِ   تُو    بِینَنْدَۂ    مَا     فِی    الصُّدُوْر

وضاحت: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو ذات مبارک د روښانه سحر په شان دے، ستاسو مبارکې سترګې د زړونو حالونه ويني.

خير! حضرت وابِصَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو (پخپله) اوفرمائې! چې زه د څه پوښتنې د پاره راغلے يم؟ اوئې فرمائيل: وابِصَه! ته د نيکئ او ګناه په باره کښې د پوښتنې د پاره راغلے ئې. دې فرمائيلو سره خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلې درې ګوَتې مبارکې د يو بل سره يو ځائے کړې او زما په سينه ئې کيښودلې او اوئې فرمائيل: د خپل زړه نه پوښتنه کوه! نيکي هغه ده په کومې چې ستا زړه مطمئِن وي او ګناه هغه ده په کومې چې ستا زړه درزيږي او په زړه کښې تَرَدُّد [يعني چې اوئې کړم او که نه ئې کووم، داسې قِسمه حالت] پيدا شي.[1]

د دې حديثِ پاک په شرح کښې علمائے کرام فرمائي: د اوچتې مرتبې اوليائے کرام د چا زړونه چې صفا وي، په زړه کښې ئې د الله پاک د معرفت نور پړقيږي، د نيکئ او د ګناه دا معيار د هغوئي د پاره خاص دے.[2]


 

 



[1]...مسند ابی یعلیٰ، جلد:2، صفحہ:105، حدیث:1584۔

[2]...لمعات التنقیح فی شرح مشکوۃ المصابیح، جلد:5، صفحہ:505 خلاصۃً۔