Book Name:Shoq e Hajj
مِنیٰ کښې، میدانِ عرفات کښې ايساريږي، مزدلفه کښې قيام کوي، په صفا مروه کښې منډے وهي او سخته برداشت کوي، دا عملي طور د دې خبرے اظهار کوي چې مونږ هم په هغه خوش نصيبو کښې شامل يو، چا چې د حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په غږ باندې لَبَّيْك وئيلے وو.
اے عاشقانِ رسول! حج په هر وس لروونکي مسلمان باندې فرض دے، الله پاک فرمائي:
وَ لِلّٰهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَیْهِ سَبِیْلًاؕ
(سپارہ:4،سورۂ آلِ عمران:97)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او د الله د پاره په خلقو باندې د هغه د کور حج کول دي څوک چې هغې ته ورتلے شي.
معلومه شوه چې کوم خلق چې کعبې شريفې ته د رسيدو طاقت (وس) لري، په هغوئي باندې حج فرض دے، سرورِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د طاقت لرلو تفسير د زَادْ او رَاحِلَه نه اوکړو، د رَاحِلَه مطلب دے: سورلئ، د زَادْ مطلب دے: د سفر خرچه. علمائے کرام فرمائي: چا سره چې دومره مال وي چې د کور نه روان شي او مکې مکرمې ته اورسي، هلته د قيام خرچې، د هغې نه د واپسئ خرچې او څومره ورځې چې په حج باندې لګي د هغه ورځو د کور والو خرچه د هغه سره موجوده وي، لاره هم په امن سره وي نو په هغه باندې حج فرض کيږي([1]) او ياد ساتئ! د حج فرض کيدو نه پس زر تر زره حج کول ضروري دي، يعني په دې کښې د لم ليټ نه کار اخستل چې بل کال به لاړ شم، چې د لوريانو واده اوکړم د هغې نه پس به حج له لاړ شم، اوس کاروباري معاملات انختي دي چې دا صحيح کړم نو بيا به حج له لاړ شم،