Book Name:Shoq e Hajj
ادا کړه. ([1])
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: حَجَّةٌ مَّبْرُوْرَةٌ خَيْرٌ مِّنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا حجِ مَبْرُور یعني قبول شوے حج دنیا او څه چې په دنیا کښې دي د هغه ټولو نه بهتر دے وَ حَجَّةٌ مَّبْرُوْرَةٌ لَيْسَ لَهَا جَزَاءٌ اِلَّا الْجنَّة او د مقبول (قبول شوي) حج بدله صرف او صرف جنّت ده۔([2])
حجِ مَبْرُور نه مراد هغه حج دے: کوم کښې چې د ګناه نه ځان بچ کړے شي، یا هغه حج په کوم کښې چې د ريا او خلقو ته د ښودنې نه ډډه اوکړے شي، یا هغه حج د کوم نه پس چې حاجي صاحب د وفات کيدو پورې د ګناهونو نه ځان بچ اوساتي، حج بربادوونکے څه عمل اونکړي۔ ([3])
د حج سفر کښې د وفات کيدونکي فضیلت
خوږ آقا، مدینې والا مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې د حج د پاره اووتلو او وفات شو نو د قِیامت ورځ پورې به د هغه د پاره د حج کولو ثواب ليکلے شي او څوک چې عمرې د پاره اووتلو او وفات شو هغه د پاره به د قيامت ورځ پورې د