Book Name:Shoq e Hajj
په خيال کښې راولو د الله کریم په بارګاہ کښې په سلګو سلګو کښې دعاګانې اوکړو: یا الله! ماته د حج سعادت نصيب کړې، اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیْم! د حج شوق به پیدا شي، د سترګونه به اوښكې بهيږي، نو د الله پاک د رَحْمت نه غټ اُمِّید دے چې کرم به کيږي، په زړه کښې به د حج شوق هم زياتيږي او که الله پاک اوغوښتله نو د حج رابلل به مو هم نصیب شي.
د شیخِ طریقت، امیرِ اَهلسنّت حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الیاس عطّار قادري رضوي ضیائي دَامَت بَرَکاتہمُ الْعَالِیَه ډير ښکلي 3 کتابونه دي: عاشقانِ رسول کی 130 حکایات ، رَفِیْقُ الْحَرمَیْن اور رَفِیْقُ الْمُعْتَمِرِیْن دا کتابونه اولولئ، زړه کښې د حج شوق زياتولو ډيره زبردسته نسخه ده. خپل مور او پلار او د مړو د ایصال ثواب د پاره او خپل قبر او آخرت ښه کولو د پاره حج او عمرې له تلونکو ته ډالئ ورکړئ، حاجيان صاحبان او عمره کوونکي به دا کتابونه لولي،چې په ښه طريقه کښې حج او عمره اوکړي نو اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیْم! مونږ ته به هم د هغې برکتونه ميلاؤ شي، څه پته چې که چرې د دې نیک عمل په برکت مونږ ته هم د مدینې منورې او مکې مکرمې بلنه ميلاؤ شي۔
جان و دِل ہوش و خرد سب تو مدینے پہنچے تم نہیں چلتے رضا سارا تو سامان گیا
12 دیني کارونو کښې يو دینى کار:مدني قافله
اے عاشقانِ رسول! د حج شوق زياتولو د پاره صحبت هم ډير اثر لري، دې د پاره زړه کښې د نيکو خواهش زياتولو، د ګناهونو نه نفرت کولو، د د حج شوق او شوقِ