Book Name:Shoq e Hajj
عمرې کولو ثواب ليکلے شي. ([1])
هره ورځ120 رحمتونه نازلیږي
حضرت عبدالله بن عباس رَضِىَ الله عَـنْهُ روایت کوي: د الله رسول، رسولِ مقبول صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:الله پاک په حاجيانو باندې هره ورځ 120 رحمتونه نازلوي، په هغې کښې 60 رحمتونه د طواف کوونکو د پاره دي، 40 رحمتونه د کعبې شريفې سره نزدې د لمونځ کووونکو د پاره دي او 20 رحمتونه د کعبې زيارت کوونکو د پاره دي. ([2])
د حضرت طلحه بن عبید الله رَضِىَ الله عَـنْهُ نه روایت دے:رسولِ اکرم ، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: شیطان د ټولو نه زيات خوار، د ټولو نه زيات ذليله او د ټولو نه زيات غصه کښې صرف د عرفې په ورځ ليدلے كيږي او دا په دې وجه چې د عرفې په ورځ میدانِ عَرَفات کښې په وقوف کوونکو باندې د الله پاک سم رحمتونه راوريږي او الله پاک د هغوئي غټ غټ ګناهونه بخښي. ([3])
حاجي صاحب نه د بخښنې دعاګانې غواړئ!
يو حدیثِ پاک کښې دي نبئ اکرم ، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله د حاجیانو د پاره دعا اوکړه: اَللّٰهُمَّ اغْفِرْ لِلْحَاجِّ اے الله د حاجیانو بخښنه اوفرمايا، وَلِمَنِ اسْتَغْفَرَ لَهُ الْحَاجُّ