Book Name:Shoq e Hajj
مدینې زياتولو، د مکّې مدینې د محبت نه د زړه منور کولو د پاره د عاشقانِ رسول دیني تحریک دعوتِ اسلامي دیني ماحول سره تړون اوساتئ، د ذيلي حلقې په 12 ديني کارونو کښې پوره برخه واخلئ اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیْم! د دین او دنیا بے شماره برکتونه به نصیب شي. د ذيلي حلقې 12 دیني کارونو کښې يو دیني کار مدني قافله هم ده.
د شیخوپورہ ( پنجاب ، پاکستان) يو اسلامي ورور د ليک خلاصه ده: الحمد لله ! ماته د عُمرې شريفې کولو شَرَف ميلاؤ شو، هلته د قُصُور( پنجاب ، پاکستان) يو قاري صاحِب سره ملاقات اوشو، هغه اووئيل ما د دعوتِ اسلامي عاشِقانِ رسول سره د درې ورځو مَدَني قافِله کښې د سفر سعادت حاصِل کړو او هلته مې ډيره په ژړا ژړا د مدینې منوّرې حاضِرئ د پاره دعا اوغوښتله.
د دُعا د قبليدو آثار څه داسې راښکاره شول چې کله زه د مَدَني قافِلې نه واپس راغلم او د مخکښې پشان ماشومانو ته د قرآنِ پاک ښودلو د پاره د چا کور ته لاړم. نو د کور صاحِب ډير په مهربانئ سره ميلاؤ شو او اوئې وئيل:قاري صاحِب ! مَاشَاءَاللّٰه! ته زمونږ ماشومانو ته د قرآنِ پاک تعلیم ورکوې، که چرې ستاسو څه ارمان وي نو اووائيئ، اول خو ما د اخوا ديخوا نه کار واخستو خو د هغوئي په بيا بيا وئيلو باندې ما اووئيل چې د مدينې ليدل مې ارمان دے. هغوئي ما له سمدستي خرچه راکړه او دغه شان اَلْحَمْدُلِلّٰه! مَدَني قافِله کښې د دُعا کولو په بَرَکت سره زما پشان ګنهګار او غریب