Shoq e Hajj

Book Name:Shoq e Hajj

او د هغه چا هم بخښنه اوفرمايا د چا د پاره چې حاجي د بخښنې دعا کوي. ([1])

يو روایت کښې دي: الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ، وَفْدُ اللَّهِ اِنْ دَعَوْهُ اَجَابَهُمْ، حاجي او عمرہ کوونکي د الله پاک ډله ده، که چرې دوئي د رَبّ نه دُعا اوغواړي الله پاک ئې قبلوي وَاِنِ اسْتَغْفِرُوهٗ غَفَرَ لَهُمْ او که چرې دوئي د الله پاک نه بخښنه اوغواړي نو الله پاک دوئي ته بخښنه کوي([2])

د حضرت عبدالله بن عمر رَضِىَ الله عَـنْهُ نه روایت دے: رسولِ اکرم ، نورِ  مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو:کله چې تاسو د حاجي صاحب سره ميلاو شئ نو هغه ته سلام کوئ او د هغه سره لاس ميلاؤ کړئ او کور ته د رسيدو نه مخکښې مخکښې د هغه نه د مغفرت دعا اوغواړئ، بے شکه هغه بخښلے شوے دے۔([3])

سوالونه ئې هم پخپله اووئيل او جوابونه ئې هم ورکړل

د ابن حَبّان په روایت کښې دي، يو ځل يو انصاري صحابي د خوږ آقا، مکي مدني مصطفےٰ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې د څوو پوښتنو کولو د پاره حاضر شو، رسولِ اکرم، نورِ  مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: که چرې ته غواړې نو ته زما نه پوښتنې اوکړه! او که چرې ته غواړې نو چې زه تاته ستا پوښتنې هم اووايم او د هغې جوابونه هم۔ صحابي رَضِىَ الله عَـنْهُ عَرْض اوکړو: یَا رسولَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  هم تاسو ارشاد اوفرمائيئ چې زه څه پوښتنو له راغلے يم؟ آقا کریم، رؤوفُ رَّحیم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...مستدرک،  کتاب المناسک، جلد:2، صفحہ:84، حدیث:1654۔

[2]...ابن ماجہ، کتاب المناسک، صفحہ:469، حدیث:2892۔

[3]...جامع صغیر، صفحہ:58، حدیث:847۔