Book Name:Shoq e Hajj
علمائے کرام فرمائي: د عمرې کولو سره واړه ګناهونه معاف کيږي او قبول شوي حج کښې د غټو ګناهونو د معافئ هم پوخ اميد دے.
ياد ساتئ چې د حج په برکت ګناه نه ختميږي، د حقوق العباد (د خلقو د حقونو) نه خلاصے نه کيږي، مثلا چا قرض اخستے وو، په قرض ادا کولو کښې هغه ناوخته کړو، نو د دې ناوخته کيدو ګناه به د حج کولو سره معاف شي، خو کوم رقم ئې چې اخستے دے هغه به بيرته واپس کول وي.
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
يو حاجي صاحب به د 400 کسانو شفاعت کوي
حضرت ابو موسیٰ اشعري رَضِىَ الله عَـنْهُ روایت کوي: د الله پاک رسول، رسولِ مقبول صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: حاجي صاحب به د خپلې کورنئ نه د 400 کسانو شفاعت کوي او حاجي صاحب د ګناهونو نه داسې اوځي لکه څنګه چې د هغه مور هغه زيږولے وو([1])
د حاجي صاحب د پاره د بخښنې زيرے
د حضرت ابو ذَر غِفاري رَضِىَ الله عَـنْهُ نه روایت دے رسولِ رحمت ،شفیعِ اُمَّت صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو:د الله پاک نبي حضرت داؤد عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د الله پاک په بارگاہ کښې عرض اوکړو: يا الله پاکه! څوک چې ستا د کور يعني کعبې شريفې زيارت له راشي، هغوئي د