Book Name:Shoq e Hajj
مالک او مولا دے. ([1])
فاصلوں کو تکلُف ہے ہم سے اگر ہم بھی بے بس نہیں بے سہارا نہیں
خود اُنہی کو پکاریں گے ہم دور سے راستے میں اگر پاؤں تھک جائیں گے
سُبْحٰنَ الله! اے عاشقانِ رسول! تاسو اوکتل د معذوره حاجي جذبه څومره زبردسته ده، د تلو نه د معذورتيا باوجود په توليدو توليدو د کعبې شریفې د زیارت په شوق کښې روان دے، د 10 کالو نه د مکې مکرمې په طرف روان وو، د هغوئي جذبې او همت ته په لکونو سلامونه، سلام دې وي د هغوئي جذبې او شوق ته. په دې واقعه کښې زمونږ د پاره هم ډير غټ عبرت دے. هغه نادانه مسلمان کوم چې د صحت منده او روغ صحت لرلو باوجود، مال او دولت لرلو باوجود، د وَس لرلو باوجود د سفرِ حج سعادت نه حاصلوي. معذوره حاجی په توليدو توليدو روان وو، د هغوئي د کور نه د وتلو 10 کاله شوي وو، اوس هم په سفر کښې وو، او نادان مسلمان صرف د يو څو ګنټو سفر کولو د پاره هم همت نه کوي، آه...! افسوس! کاش! مونږ ته شوقِ حج نصیب شي، کاش...! زمونږ په زړه کښې هم د محبتِ الٰہی او عشقِ رسول شمع داسې بله شي چې مونږ هر څه پريږدو او د الله او رسول په حکم باندې عمل اوکړو که حج فرض وي نو حج له لاړ شو، که چرې فرض نه وي او الله پاک د نفل حج وَس راکړے وي نو کاش! بيا بيا لاړ شو.
شَرَف دے حج کامجھے میرے کبریا یارب! روانہ سُوئے مدینہ ہو قافِلہ یارب!
دکھا دے ایک جھلک سبز سبز گنبد کی بس اُن کے جلووں میں آجائے پھر قضا یارب!
بَوقتِ نَزع سلامت رہے مِرا ایماں مجھے نصیب ہو کلمہ ہے التجا یارب!([2])