Shoq e Hajj

Book Name:Shoq e Hajj

خوږو اسلامي ورونړو! بیان د ختميدو په لور بوځم، د سُنّت فضیلت او يو څو د ژوند آداب بیانولو سَعَادت حاصِلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاہِ نبوت صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِی فَقَدْ اَحَبَّنِی وَمَنْ اَحَبَّنِی كَانَ مَعِیَ فِی الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه ما سره محبت اوکړو او چا چې ما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې ما سره وي۔([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                  جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

په هدیره کښې د حاضریدو سنت او آداب

2 فرامینِ مصطفےٰ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  : (1): د قبرونو زیارت  (قبرونو له ځئ) کوئ ځكه چې دا په دُنیا کښې د بے رغبتئ سبب او آخرت رایادوي([2]) (2): څوک چې د خپل مور  پلار دواړو یا د يو د قَبْر د هرې جمعې په ورځ زیارت اوکړي، د هغه به مغفرت اوشي او نیک کار کوونکے به اوليکلے شي([3])

 اے عاشقانِ رسول ! * قبورِ مسلمین(یعني  د مسلمانانو د قبرونو) زیارت سنت او د مزاراتِ اولیاء ِکرام او شہدائے عظام د حاضريدو ډير سعادت او هغوئي ته ایصالِ ثواب خوښ عمل دے۔ * مزارشریف یا د قَبْر زیارت د پاره د تللو په وخت په لار کښې فضول خبرې مه کوئ۔ * قَبْر ته تعظیمي سجده حرامه ده او که د عبادت په نیِّت وي نو کفر


 

 



[1]...مشکوٰۃ،کتابُ:الْاِیمان،بابُ:الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔

[2]...ابن ماجہ، کتاب الجنائز، باب ماجاء فی زیارۃ القبور، صفحہ:252، حدیث:1571۔

[3]...شُعَبُ الایمان، جلد:6، صفحہ:201، حدیث:7901۔