Book Name:Shoq e Hajj
دے * هديره کښې په هغه عامه لاره باندې ځيئ، چرته چې په تير وخت کښې کله هم د مسلمانانو قبرونه نه وو، کومه لاره چې نوې جوړه شوې وي په هغې باندې مه ځيئ. فتاوٰی شامي کښې دي: (هديره کښې د قبرونو ورانولو سره چې) کومه نوې لاره جوړه کړے شوې وي په هغې باندې تلل حرام دي * بلکه که د نوې لارې صرف ګمان (یعني شک) وي بيا هم په هغې باندې تلل ناجائزه او ګناه ده * د ډيرو اوليائے کرامو په مزارانو باندې ليدلے شوي دي چې د زيارت کوونکو د سهولت د پاره د مسلمانانو قبرونه وران کړے شي او فرش جوړولے شي، په داسې فرش باندې سملاستل، ګرځيدل، اودريدل، تِلاوت او ذِکر او اَذکار د پاره کښيناستل وغیرہ حرام دي، چرته چې داسې حالات وي هلته د لرې نه فاتحه اولولئ * د قَبْر د پاسه ګرباتئ نه دي لګول پکار په دې کښې بے ادبي او بد فالي ده، که چرې (حاضرینو ته) د خوشبو (ورکولو) د پاره (لګول وي نو) که قَبْر سره خالي ځائ وي نو هلته ئې اولګوئ چې خوشبو خورول خوښ عمل دے * د قبرونو زیارت کولو د پاره دا 4 ورځې غوره دي: پیر (ګل)، زيارت (پنجشنبه)جمعه او خالي. د جمعې په ورځ د سحر لمونځ نه پس زیارتِ قبور غوره کار دي. ([1])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبۃ المدینه بهارِ شريعت جلد: 3، حصه: 16، او شیخ طریقت، امیرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتْهمُ الْعَالِیَه د 91 مخونو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اولولئ، د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مدني قافلو کښې