Shoq e Hajj

Book Name:Shoq e Hajj

حج د عشق سفرِ دے

اے عاشقانِ رسول! حج کول غټ سعادت دے، په چا چې حج فرض دے هغوئي خو دې حج له خامخا لاړ شي او چا چې فرض حج ادا کړے دے، که چرې الله پاک وس وړکړے دے، مال او دولت ئې ورکړے دے نو هغوئي له پکار دي چې د نفل حج د پاره لاړ شي بلکه که ممکنه وي نو هر کال دې لاړ شي، بيا بيا دې لاړ شي، چا له چې الله پاک وس ورکړے وي، هغه دې د حج د ورځو انتظار نه کوي، د عمرې د پاره دې ځي، د حرم پاک په فضاګانو کښې ساه اخستل هم څه کم سعادت نه دے.

ياد ساتئ!  د دين بنياد په محبتِ الٰہي او عشقِ رسول باندې ايښودلے شوے دے اعلیٰ حضرت فرمائي: اَلَاۤ لَا اِیْمَانَ  لِمَنْ لَّا مَحَبَّۃَ لَہ واورئ! د هغوئي هيڅ ايمان نشته د چا په زړه کښې چې د محبتِ حق شمع نه بليږي، د دين بنياد  په محبتِ اِلٰہي او عشقِ رسول باندې ايښودلے شوے دے او حج سراسر سفرِ عشق دے * بنده چې حج د پاره ځي نو بغير ګنډلے شوې جامې (يعني اِحْرام) اغوندي * د کعبې شریفې نه ګير چاپيره چکر لګوي * د صفا او مروه په مينځ کښې منډه وهي * مِنیٰ ته لاړ شي قرباني کوي * میدانِ عرفات کښې ايساريږي * مزدلفه کښې قیام کوي * د جمرات په مقام باندې شيطان په تيګو ولي، دا هغه کارونه نه دي چې په عقل کښې راشي، صرف او صرف عشق په دې کارونو پوهیږي، ځکه حج د اَوَّل نه تر آخره پورې د عشق او محبت