Shoq e Hajj

Book Name:Shoq e Hajj

مولا، مکي مدني مصطفےٰ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَحْمَۃٌ لِّلْعٰلَمِیْن (یعني د ټولو جهانونو د پاره رحمت)دے، د خلقو ايمان قبلول ، د هغه ډير خوښ دي، کله چې به کافرانو کلمه نه لوستله، په قرآني آيتونو باندې به ئې ايمان نه  راوړو نو هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ډير زيات غمژن کيدلو، رحمتِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به د کافرانو په کلمه  نه لوستلو هم غمژن  وو، هغوئي د مسلمان د پاره ارشاد فرمائي: د حج فرض کيدو باوجود  که چرې هغه حج نه کوي، نو که هغه غواړي  نو يهودى دې مړ شي يا نصراني. حکیم الامت مفتي احمدیار خان نعیمي رَحْمَةُ الله عَلَيْه  د دې حدیثِ پاک وضاحت کوي او فرمائي: مطلب دا دے څوک چې د حج تارِک دے (يعني څوک چې د حج فرض کيدو باوجود حج نه کوي) د هغه په مرګ کښې او د يهودي او نصراني په مرګ کښې څه فرق نشته دے، الله پاک د حج ترک کوونکي نه هم خفه  دے، د یهوديانو او نصرانيانو نه هم خفه دے. او! دواړو خفګانونو کښې فرق دے. او که څوک داسې دے چې حج هم نه کوي او د حج د فرضيت نه هم انکار کوي نو هغه بنده به کافر شي او د هغه او د اهلِ کتاب په کفر کښې به څه فرق پاتې نه شي. ([1])

شَرَف دے حج کامجھے میرے کبریا یارب!         روانہ سُوئے مدینہ ہو قافِلہ یارب!

دکھا دے ایک جھلک سبز سبز گنبد کی                    بس اُن کے جلووں میں آجائے پھر قضا یارب!

بَوقتِ نَزع سلامت رہے مِرا ایماں                    مجھے نصیب ہو کلمہ ہے التجا یارب! ([2])


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:4، صفحہ:94۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:87 ملتقطاً۔