Book Name:Shoq e Hajj
الله پاک دې د هغه معذوره حاجي صاحب په برکت مونږ ته هم شوقِ حج نصیب کړي.
اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
راځئ! د شوقِ حج زياتولو د پاره د حج فضائِل اورو:
د حج کولو په فضائلو باندې 3 مبارک حديثونه
(1): د حضرت ابو هریرہ رَضِىَ الله عَـنْهُ نه روایت دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کوم بنده چې د کعبې شریفې حج اوکړي، دغه وخت کښې نه فُحْش خبرې اوکړي، نه خو د ګناه کار اوکړي نو رَجَعَ كَمَا وَلَدَتْهُ اُمُّهٗ هغه به داسې واپس شي لکه څنګه چې د هغې مور هغه زيږولے دے. ([1]) (2): د بخاري شريف په حديث پاک کښې دي: اَلْعُمْرَةُ اِلَى الْعُمْرَةِ كَفَّارَةٌ لِّمَا بَيْنَهُمَا يوه عمره د دويمې عمرې پورې په مينځ کښې د (شوؤ) ګناهونو کفاره ده، وَالحَجُّ المَبْرُورُ لَيْسَ لَهٗ جَزَاءٌ اِلَّا الْجَنَّة او د قبول شوي حج جزا (بدله) صرف او صرف جنّت ده۔([2]) (3): د مسلم شريف په حديث پاک کښې دي، نبي رحمت، شفیعِ اُمَّت صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اِنَّ الْحَجَّ يَهْدِمُ مَا كَانَ قَبْلَهٗ بے شکه حج تير شوي ګناهونه معاف کوي۔([3])
حقوق العباد ادا کول د حج نه پس هم ضروري دي
اے عاشقانِ رسول! معلومه شوه چې ایمان او نيک عملونه د ګناهونو د معافئ ذريعه ده،