Shoq e Hajj

Book Name:Shoq e Hajj

دا اندازه قطعاً صحيح نه ده.

علماء فرمائي: که چرې په يو کَس باندې حج فرض شو، خو هغه حج لاړ نشي، د لم ليټ نه ئې کار واخستو، وروستو کولو ئې، روان کال نه بل کال له به لاړ شم، د هغې نه پس په بل کال به لاړ شم، لا ډير ژوند پاتې دے، بيا به لاړ شم، داسې ئې کول بيا په هغه باندې غريبي راغله نو بيا هم په هغه باندې حج فرض دے، په داسې حالت کښې په ده باندې لازم دي چې قرض راواخلي او حج له لاړ شي، الله پاک به د هغه د قرض انتظام اوفرمائي. ([1])

د فرض حج نه کولو وعيد (زورنه)

اے عاشقانِ رسول! په چا چې حج فرض شي او د دې باوجود حج نه کوي، د حج د سفر تياريانې نه کوي نو هغه په ډير نقصان کښې دے. د مسلمانانو د څلورم خلیفه حضرت علي المرتضیٰ، شیرِ خدا رَضِىَ الله عَـنْهُ نه روایت دے:د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي ،مکي مدني مُحَمَّد عربي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:څوک چې د زاد او راحله (یعني د سورلئ او د سفر د خرچې) مالک وي د کومې په ذريعه چې هغه مکې مکرمې  ته اورسي، د هغې باوجود  که چرې هغه حج اونکړي نو که غواړي نو يهودي دې مړ شي يا نصرانى. ([2])

            اَللہُ اَکْبَرْ !اے عاشقانِ رسول! غور اوفرمائې! څنګه سخت وعيد دے زمونږ آقا او


 

 



[1]...وقار الفتاوی، جلد:2، صفحہ:442ملتقطاً۔

[2]...ترمذی ،  کتاب الحج، صفحہ:223، حدیث:812۔