Shoq e Hajj

Book Name:Shoq e Hajj

تاسو باندې د دې بیتِ عتیق(یعني کعبې شریفې) حج فرض کړے دے. په يو روايت کښې دي: هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  داسې اعلان اوکړو: اِنَّ اللَّٰهَ يَدْعُوكُمْ اِلَى حَجِّ الْبَيْتِ الْحَرَامِ اے خلقو! بے شکه الله پاک تاسو د بیت الله د حج په لور رابلي، لِيُثِيبَكُمْ بِهِ الْجَنَّةَ دې د پاره چې د حج په ثواب کښې تاسو ته جنت درکړي وَيُخْرِجَكُمْ مِنَ النَّارِ او تاسو د حج په  برکت سره د جهنّم نه آزاد کړي.

روايتونو کښې راځي چې حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  په خپل حیاتِ ظاهري کښې چې کله کعبه  شريفه جوړه کړه نو هغه وخت هغوئي دا اعلان  اوکړو خو د الله کريم قدرت او د حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام   معجزه ده چې د هغوئي دا آواز تر قيامته پورې راتلونكو خلقو  واوريدو او څوک چې خوش نصيبه وو هغوئي په هغې آواز لَبَّیْک اوئيل۔([1]) 

حضرت امام مجاهد رَحْمَةُ الله عَلَيْه فرمائي: چا چې هغه وخت لَبَّیْک وئيلے وو هغوئي په ژوند کښې د حج سعادت مومي، چا چې يو ځل لَبَّیْک وئيلے وو هغوئي يو ځل حج کوي، چا چې دوه ځله لَبَّیْک وئيلے وو هغوئي دوه ځله حج کوي او چا چې  ډير ځلې لَبَّیْک وئيلے وو هغوئي ډير ځله د حج سعادت موندلو کښې کاميابيږي([2])

سُبْحٰنَ الله! خوږو اسلامی ورونړو! معلومه شوه چې نن کوم حاجي د حج سعادت حاصلوي، پيسه لګوي، د سفر سخته برداشت کوي، د طوافِ کعبې سعادت حاصلوي،


 

 



[1]...تفسیر کبیر، پارہ:17، سورۂ حج، تحت الآیۃ:27، 8/219ملتقطاً۔

[2]...تفسیر کبیر، پارہ:17، سورۂ حج، تحت الآیۃ:27، 8/220۔