Shoq e Hajj

Book Name:Shoq e Hajj

وَ اَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ  (پارہ:17،سورۂ حج:27)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او خلقو ته د حج عام اعلان اوکړه.

      مفسرینِ کرام د دې آيت لاندې فرمائي: کعبه  شريفه چې په کوم ځائ اوس ده مخکښې هم دلته وه، چې کله د حضرت نوح عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  په مبارک دور کښې طوفان راغلو، هغه وخت کعبه  شريفه اوچته کړے شوه، بيا د حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  په دور مبارک کښې الله پاک حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  ته حکم اوکړو: اے ابراهيمه! بيت الله شريف جوړ کړه! حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام مکے ته تشريف راوړو، هغوئي کعبه شریفه جوړه کړه، حضرت اسماعیل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  د هغوئي شهزاده دے، هغوئي د حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام مرسته اوکړه، دواړو پلار او ځوئ کعبه شريفه جوړه کړه، چې کله کعبه شريفه جوړه شوه. نو الله پاک حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته حکم  اوکړو: اے ابراهيمه! اوس ته د حج اعلان اوکړه! خلق را اوغواړه حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام عرض اوکړو: يا الله پاکه! زما آواز به کوم کوم ځائ ته رسي؟ الله پاک ارشاد اوفرمائيلو: عَلَيْكَ الْاَذَانُ وَعَلَيَّ الْبَلَاغُ اے ابراهيمه! ستا کار اعلان کول دي، خلقو ته آواز رسول زمونږ کار دے. اوس حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په کوہِ صفا (صفا غر) او د يو بل روايت مطابق جَبَلِ اَبُو قُبَیْس ته تشريف يوړلو، اول هغوئي تَلبِیَه (یعني لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك) اولوستله، روايات کښې دي: حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  اولنے شخصيت دے چا چې د تَلبِیَې لوستلو سعادت حاصل کړو، د تَلبِیَې لوستلو نه پس حضرت ابراهیم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  خلقو ته غږ اوکړو:
يَا اَيُّهَا النَّاسُ!اے خلقو! اِنَّ اللَّٰهَ كَتَبَ عَلَيْكُمْ حَجَّ الْبَيْتِ الْعَتِيقِ بے شکه الله  پاک په