Book Name:Shoq e Hajj
شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[1] راځئ چې په شريكه ئې اُووائيو.
(5) قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ الله عَـنْهُ تر مينځه كښينولو، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ الله عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئې لوَلي.[2] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[3] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
(1) د يو زر ورځو نيكئ:
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ الله عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[4] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.
(2) داسې ده لكه شبِ قدر ئې چې حاصل کړو
فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې دا دُعا درې ځله اولوستله نو لكه هغه چې شَبِ قَدر حاصل کړو.[5] راځئ چې مونږه هُم دا دُعا په شريكه اووائيو.
لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ الْحَلِیْمُ الْکَرِیْمُ، سُبْحٰنَ اللّٰہِ رَبِّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِیْم
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد