Book Name:Shoq e Hajj
سفر دے، په دې سفر باندې هغوئي ځي، د دې سفر شوق هغوئي زوروي د چا په زړه کښې چې د محبتِ اِلٰہی اور عشقِ رسول شمعې بليږي بلکه د چا چې د عشق او محبت دولت نصیب وي، نو هغوئي (د ښپو په ځائے ) په سر تلل هم غنيمت ګنړي.
د معذوره حاجي ایمان تازه کوونکې واقعه
حضرت شفیق بلخی رَحْمَةُ الله عَلَيْه فرمائي:زه مکې مکرمې ته حج له روان ووم په لاره کښې مې يو کَس اوليدو، معذوره (شل) وو، په توليدو توليدو د مکې مکرمې په لور روان دے. زه ډير حيران شوم چې دا څومره عجيبه کَس دے، د ګرځېدو نه معذوره دے بيا هم په کوم شوق سره د مکې مکرمې طرفته روان دے.
زه د هغه خوا له لاړم او پوښتنه مې اوکړه: وروره! د کوم ځائ نه راغلے ئې؟ اوئې وئيل: زه د سمرقند نه راغلے يم.( سمرقند د اَزْبُکِسْتَان يوه صوبه ده او د اوسنئ نقشے مطابق د سمرقند نه د مکې مکرمې پورې فاصله تقریباً4 زره 4سوه17 کلومیٹره ده) دومره اوږد مزل او هغه کَس د ګرځيدو نه معذوره په توليدو توليدو روان دے.
حضرت شفیق بلخی رَحْمَةُ الله عَلَيْه فرمائي: زه ډير حيران شوم او ما د هغوئي نه پوښتنه اوکړه: وروره! څومره موده اوشوه چې د سمرقند نه را روان شوے ئې؟ اوئې وئيل! 10 کاله اوشو. اوس خو نور هم حيران شوم، حضرت شفیق بلخی رَحْمَةُ الله عَلَيْه په سوچ کښې پريوتلو او پرله پسې ئې هغه خوش قسمته عاشقِ رسول ته کتل. هغه پوښتنه اوکړه: اے شفیق! څه ګورې؟ اوئې فرمائيل: زه ستا کمزورئ او اوږد مزل ته ډير حيران يم، هغه خوش قسمته عاشقِ رسول ډير ښکلے جواب راکړو، اوئې وئيل: اے شفیق بلخی! اوږد مزل به زما شوق رالنډ کړي او څو چې زما د کمزورئ خبره ده نو زما د کمزورئ ملاتړ زما