Book Name:Shoq e Hajj
صاحب چې مسجدِ حرام ته اورسي او صرف د کعبې شریفې زیارت اوکړي نو په هغه باندې 20 رحمتونه نازليږي۔
سُبْحٰنَ الله! دا څومره عظیم فضائل دي، الله پاک دې مونږ ته هم د حج شوق رانصيب کړي، کاش...! مونږ هم د حج سعادت حاصل کړو، یاد ساتئ! د حج کولو د پاره د پيسو نه بلکه د رښتوني شوق ( ارمان) ضرورت دے، الله پاک رښتوني طلب او رښتوني شوق (ارمان) ته ګوري، که چرې ارمان رښتونے وي، طلب رښتونے وي، شوق رښتونے وي نو د الله کریم رحمتونه ضرور ملاويږي، نظرِ کرم ضرور کيږي او بنده ته د حج سعادت ملاويږي.
د هندوستان نه ناڅاپه کعبې ته مخامخ
د هندوستان واقعه ده: يو ځل د حج ورځې وې، 9 ذي الحج (يعني د عرفات ورځ وه)، يو سپين ګيري (مشر کَس) چا چې به واښه (ګيا) ريبله، هغه په خپل پټې کښې کار کولو، ناڅاپه ئې په زړه کښې د حج شوق راپيدا شو، په فکر کښې ئې دا خبره راغله چې نن خو د عرفې ورځ ده، حاجيان به د عرفات په ميدان کښې راجمع شوي وي، او د رَب کریم په بارګاہ کښې به دعاګانې، ارزوګانې کوي، دې فکر کولو سره ئې د دردمند زړه نه يو سوړ اسويلے اوتلو او ډير په ارمان هغه سپين ګيري اوئيل: کاش...! ما هم حج کړے وے۔۔۔۔!!
خوا کښې ئې حضرت شیخ