Book Name:Shoq e Hajj
جهانګیر سَمنانی رَحْمَةُ الله عَلَيْه ناست وو، هغوئي د سپين ګيري د ارمان ډک آواز واوريدو نو هغه ئې د ځان خوا ته راوغوښتو، سپين ګيرے کَس د شيخ جهانګير سمناني رَحْمَةُ الله عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شو، حضرت شيخ سمناني رَحْمَةُ الله عَلَيْه په خُله نه بلکه د لاس په اشاره اوفرمائيل: لاړ شه! بس دومره اشاره کول وو، سپين ګيرے کَس څه ګوري! لږ ساعت مخکښې چې په هندوستان کښې وو، د اشارې سره په مسجدِ حرم شريف کښې خانه کعبې شريفې ته مخامخ ناست دے۔
اَللہُ اَکْبَرْ! په سپين ګيري خو سم اختر شو، د حج شوق ئې وو، حج ئې ارمان وو، هغه د کعبې طواف اوکړو، میدانِ عرفات ته اورسيدو. د حج نور ارکان ئې مکمل کړل، کله چې د حج ورځې پوره شوې، نو سپين ګيري سوچ اوکړو چې ما سره خو د بيرته تلو خرچه نشته، زه خو د الله پاک د ولي د کراماتو په ذريعه دلته رارسيدلے ووم، څنګه چې ئې دا خيال راغلو نو سپين ګيري حضرت شیخ جهانګیر سمنانی رَحْمَةُ الله عَلَيْه مخامخ اوليدو، اوس حضرت شیخ جهانګیر سمنانی رَحْمَةُ الله عَلَيْه بيا په اشارې سره اوفرمائيل: لاړ شه! اوس څه ګوري چې سپين ګيرے څوک چې په مسجدِ حرم شريف کښې وو اوس په هندوستان کښې په خپل کور کښې موجود دے. ([1])
کیوں کر نہ میرے کام بنیں غیب سے حَسنؔ بندہ بھی ہُوں تو کیسے بڑے کار ساز کا([2])
اے عاشقانِ رسول! کيدے شي د چا په زړه کښې وَسْوَسه راشي چې دا څنګه کيدے شي؟ په هندوستان کښې ولاړ کَس فوراً په زرګونو کلوميټره لرې مکې مکرمې ته اورسي، د دې وسوسې لرې کولو د پاره عرض دے چې دا د الله پاک د ولي کرامات دي