Book Name:Shoq e Hajj
او الله پاک خپل غوره بنده ګانو، اوليائے کرامو ته کرامتونه ورکوي او دا چې کوم کرامت دے د هندوستان نه فوراً مکې مکرمې ته رسيدل، دې کرامت ته طَئُی الْاَرْض وئيلے شي، (يعني زمکه راغونډول، مزلونه رالنډول) او د طَئُی الْاَرْض ثبوت خو د قرآن نه هم ثابت دے. آؤ جي! د حضرت سلیمان عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام يو اُمتي حضرت آصف بن برخیا رَحْمَةُ الله عَلَيْه هغوئي هم د الله پاک کامل ولي وو۔ د حضرت سلیمان عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام دربار لږيدلے وو، حضرت سلیمان عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام اوفرمائیل: داسې څوک شته چې د ملکه بلقیس تخت ما له راوړي؟ حضرت آصف بن برخیا رَحْمَةُ الله عَلَيْه عرض اوکړو:
اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّرْتَدَّ اِلَیْكَ طَرْفُكَؕ- (پارہ:19،سورۂ نمل:40)
ترجَمہ کنزُ الایمان: زه به هغه ستاسو په حضور کښې حاضر کړم، په يوه لحظه کښې.
يعني اے د الله نبی عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام زه به د سترګو د رَپ نه مخکښې د ملکه بلقيس تخت ستاسو په خدمت کښې حاضر کړم.
سُبْحٰنَ الله! بيا هم دغه شان اوشول، د ملکه بلقیس تخت مُلکِ یمن کښې، په 7 کوټو کښې بند وو، تالې ورته لګيدلې وې، حضرت آصف بن برخیا رَحْمَةُ الله عَلَيْه د الله پاک په ورکړے شوي طاقت د کرامت په طور د سترګو په رَپ کښې د ملکه بلقیس تخت د مُلک ِیمن نه د حضرت سلیمان عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په خدمت کښې حاضر کړو. معلومه شوه، د الله پاک د ولیانو د پاره زمكه راغونډولے شي، مزلونه کمولے شي، ځکه په دې معامله کښې د وسوسو نه بچ کيدل پکار دي. الله پاک دې مونږ ټولو ته د منلو والا عقل