Book Name:Shoq e Hajj
کوونکي آقا، د يو عاشقِ رسول د زړه ارمان پوره کولو د پاره په خوب کښې تشریف راوړو.
اُمّت کے حال سے وہ آگاہ ہر گھڑی ہیں خوابوں میں آرہے ہیں، بِگڑی بنا رہے ہیں
رسولِ رحمت، شفیع اُمّت صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل عاشق ته اوفرمائيل: ته روان کال حج له لاړ شه.
اَللہُ اَکْبَرْ! د رسولِ اکرم ،نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ژبې مبارکې نه د حج زيري اوريدو سره هغه عاشقِ رسول د خوب نه رابيدار شو۔ د بارګاہِ نبوت نه د حج اجازت ميلاؤ شوے وو، د هغه زړه د خوشحالئ نه په ټوپونو وو، د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خواږه خواږه آوازونه د هغه په غوږونو کښې تاويدل، هغه ډير خوشحاله وو، خو ناڅاپه ورياد شو چې د حج اجازت خو ميلاؤ شو خو ما سره خو دومره اسباب نشته چې حج ته لاړ شم، چې څنګه ئې په زړه کښې دا خيال راغلے، ټوله خوشحالي ئې په غم کښې بدله شوه.
بله شپه شوه، بيا رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښې تشريف راوړو، بيا ئې ارشاد اوفرمائيلو: ته روان کال حج له لاړ شه.
هغه عاشقِ رسول د خپلې بې وسئ ذکر اونکړے شو، دريمه شپه بيا کرم اوشو، بيا د الله رسول، رسولِ مقبول صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب کښې تشریف راوړو او اوئې فرمائيل: ته روان کال حج له لاړ شه۔ دا ځل ئې هم خپله پريشاني بیان نکړے شوه، آخر په څلورمه شپه بيا کرم اوشو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوب