Book Name:Shoq e Hajj
کښې تشریف راوړو نو هغه عرض اوکړو چې یَا رسولَ الله، یَا حَبِیْبَ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما سره خو د لارې خرچه هم نشته زه څنګه حج له تلے شم؟
پاس مال و زَر نہیں اُڑنے کو بھی پَر نہیں کر دو کوئی انتظام تم پہ کروڑوں سلام
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ولې نه؟ تا سره د لارې خرچه شته، ته د خپل کور فلانکے ځائے اوکنه، هلته به ستا د نيکه زِرَہ موجود وي، دومره ئې اوفرمائيل او د ټولو نبیانو سردار صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واپس تشریف يوړلو. سحر چې کله عاشقِ رسول سترګې اوغړولې، ډير خوشحاله وو، د سحر لمونځ نه پس ئې د آقا کریم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له خوا د ښودلے شوي ځائے په کنستو شروع اوکړه، واقعي هلته يوه قیمتي زِرَہ موجوده وه، هغه، هغه زِرَہ خرڅه کړه او حج له روان شو۔([1])
جسے چاہا دَر پہ بُلا لیا جسے چاہا اپنا بنا لیا
یہ بڑے کرم کے ہیں فیصلے یہ بڑے نصیب کی بات ہے
اے عاشقانِ رسول! معلومه شوه! حج د پاره د مال او اسبابو نه، د سوچ او شوق ضروت دے، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ خپل زړه کښې د حج شوق زيات کړو، د حج فضائل اولولئ، اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیْم! زړه کښې به مو د حج شوق پيدا شي، کاش! مونږ هم خپل دا عادت جوړ کړو چې د شپې څه وخت يواځې کینو، د کعبې شريفې سوچ په زړه کښې راولو، کله د منیٰ شریف خيال راولو ، په خيال خيال کښې کله میدانِ عرفات ته اورسو، کله د لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك نعرې اووهو ، د صفا مروہ سعي اوکړو. بيا خپله محرومي