Book Name:Shoq e Hajj
پاره څه اجر دے؟ الله پاک اوفرمائيل: اے داؤده! بے شکه څوک چې زما د کعبې حج اوکړي، زما په ذِمۀ کرم باندې دي چې زه هغه په دنيا کښې معاف کړم او (د قيامت په ورځ) کله چې هغه ما سره ميلاو شي نو زه د هغه بخښنه اوکړم.[1])
د الله رسول، رسول مقبول صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې د عرفې ورځ وي، الله پاک د فرښتو مخې ته په فخر فرمائي، ارشاد کيږي: اے فرښتو! زما بندګانو ته اوګورئ! هغوئي په ګنده حال، خورو ورو ويښتو سره د لرې لرې نه راغلي دي، زه تاسو ګواه جوړووم بے شکه ما هغوئي ته بخښنه اوکړه. فرښتے عرض کوي: اے الله پاکه! په دوئي کښې ګنهګاران هم دي نو الله پاک فرمائي: بے شکه ما هغوئي ته هم بخښنه اوکړه. ([2])
یَا اَللہُ یَا رَحْمٰنُ یَا حَنَّانُ یَا مَنَّانُ
بخش دے بخشے ہوؤں کا صدقہ یَا اَللّٰہ مِری جھولی بھر دے
د شهیدِ کربلا حضرت سیدنا امام حسین رَضِىَ الله عَـنْهُ نه روایت دے: يو ځل يو کَس د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمی صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر شو او عَرْض ئې اوکړو: یَا رسولَ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زه ډير کمزورے يم، جهاد ته نشم تلے، د الله پاک رسول، رسولِ مقبول صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:هَلُمَّ اِلٰى جِهَادٍ لَا شَوْكَةَ فِيهِ الْحَجِّ ته د هغه جهاد په طرف حرکت اوکړه! چې په هغې کښې د ازغي خطره نشته يعني حج