Book Name:Shoq e Hajj
اوفرمائيل: ته دې پوښتنې له راغلے ئې چې کله حاجي د کور نه اوځي نو هغه د پاره څه ثواب دے؟ چې کله هغه میدانِ عرفات کښې ايساريږي نو هغه د پاره څه ثواب دے؟ چې کله هغه رمیِ جمرات کوي (یعني شیطانان په تيګو ولي) نو هغه د پاره څه ثواب دے؟ کله چې حاجي سر خروي نو هغه د پاره څه ثواب دے؟ کله چې حاجي آخري طواف پوره کوي نو هغه د پاره څه ثواب دے؟ انصاري صحابي رَضِىَ الله عَـنْهُ عرض اوکړو: اے د الله پاک نبي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په هغه ذات مې دې قسم وي! چا چې تاسو رښتونے نبي راليږلے ئيئ، بے شکه تاسو ټولې پوښتنې صحيح ارشاد اوفرمائيلې، اوس د دې جوابونه هم اوفرمائيئ، رسولِ اکرم ، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې حاجي د خپل کور نه اوځي نو د هغه د سورلئ د هر قدم په بدله کښې هغه د پاره يوه نيکي ليکلے کيږي او د هغه يوه ګناه معاف کيږي،کله چې هغه میدانِ عرفات کښې ايساريږي نو الله پاک د خپل شان لائق په آسمانِ دنیا باندې تجلي اوفرمائي او بيا فرمائي: اے فرښتو! ګواہ شئ! ما د دوئي ګناهونه معاف کړل که هغه د باران د څاڅکو او د شګو د زرو برابر ولې نه وي۔
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور اوفرمائيل: کله چې حاجي رميِ جمرات کوي (یعني شیطانان په تيګو ولي) نو د قیامت د ورځې پورې د دې ثواب څوک نشي معلومولے، کله چې هغه خپل ويښته خَروي نو د هغه د سر نه د غورځيدونکي هر ويښته په بدله کښې به د قيامت په ورځ نور وي، او کله چې حاجي د کعبې شریفې آخري طواف کوي نو د ګناهونو نه داسې پاکيږي لکه څنګه چې هغه په کومه ورځ