Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل ابتدائي دورِ طالِبِ علمئ كښې 70 زره احاديث زباني ياد كړي وو، د 16 كالو په عمر كښې اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امام اِبنِ مُبارَك او عَلَّامه وكيع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِما كتابونه زباني ياد كړي وو، د 18 كالو په عمر كښې اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدينے منورے ته حاضر شو او د مصطفٰى جانِ رحمت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے مباركې په فضا كښې ئې د حديثِ پاك د راويانو په حالاتو مشتمل د 9 جلدونو كتاب ”اَلتَّاريخُ الْكَبِيْر“ اوليكلو. ([1])
عَلَّامه محمد بن اسحاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د آسمان نه لاندې د محمد بن اسماعيل بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د حديث بل لوئ يو عالِم او حافِظ نه دے ليدلے، تر دې پورې به وئيلے شو: چې كوم حديث ”محمد بِن اسماعىل بُخاري“ ته نه دے معلوم هغه هډو حديث نه دے.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ټولو نه لويه كارنامه چې د هغې نه نن هم دُنيا فيض حاصلوي، هغه د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكلے شوے كتاب ”صحيح بُخاري شريف“ دے، په دې كتاب کښې اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم احاديث جمع كړي دي، بُخاري شريف دومره پوخ كتاب دے چې علماء د دې په باره كښې فرمائي: ” اَصَحُّ الْكُتُبِ بَعْدَ كِتابِ اللهِ الصَّحِيْحُ الْبُخَارِى“يعنې د قرآنِ كريم نه پس د ټولو نه صحيح كتاب ”صحيح بُخاري“ دے.
اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما چې كله هم په خپل كتاب (صحيح بُخارى) كښې د حديث ليكلو اراده كړى ده نو د هغې نه مخكښې مې غُسل كړے دے او دوه ركعته