Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

نه، د بےحيا خبرو نه، غرض دا چې د هرې ګناه او فضولو خبرو نه محفوظه اوساتو. اِمام اِبنِ اَبِـى اَلدُّنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي، فرمائي: يوه ورځ آدم عَلَيْهِ السَّلام خپل اولاد ته اوفرمائيل: اے زما ځامنو! بيشكه ما هغه څه ليدلي دي كوم چې تاسو نه وينئ، ما هغه څه اوريدلي دي كوم چې تاسو نه اورئ، ما جَنَّت ليدلے دے، ما د خپل ربَّ كلام اوريدلے دے، چې كله زه د جَنَّت نه زمكې ته راكوز كړے شوم نو الله پاك ارشاد اوفرمائيلو: اے آدم! كه ته د خپلې ژبې حفاظت اوكړې نو زه به تا بيا جَنَّت ته راولم.

کاش!     عادت      فضول      باتوں      کی           دُور      ہو      از      پئے      رضا      یا  رَبّ

واسطہ      میرے      پیر   و   مُرْشِد      کا           مجھ      کو      تُو      متقی      بنا      یا  رَبّ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

 دويم صِفَت:  اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به لالچ نه کولو

    د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په درې صِفاتو كښې دويم صِفَت دا دے چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به د خلقو سره د موجودو څيزونو لالچ نه كولو.

    سُبْحٰنَ الله! دا هم ډىر ښكلے وَصف دے، د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  دا خوږ وَصف د دې خبرې دليل دے چې اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د حسد نه پاك وو ځكه چې عام طور د حسد شروع د لالچ نه كيږى، چې كله د بنده په زړه كښې لالچ وي نو هغه د نورو خلقو سره موجود نِعمتونو ته په افسوس ګوري، بيا چې كله ئې خواهش پورا نه شي، او هغه نِعمَت ورته حاصل نه شي نو په حسد كښې اخته شي خو چې كله د بنده په زړه كښې لالچ نه وي بلكه الله پاك چې ورته څه وركړي وي، په هغې راضي اوسي د هغه په زړه كښې هيڅ كله حسد نه راځي.