Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

     په تفسير صراطُ الجنان كښې د دې آيت لاندې ليك دي: الله پاك حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل عَلَيْهِمَا السَّلام ته د بيتُ الله شريف پاك صفا ساتلو حكم كړے وو، د دې نه معلومه شوه چې خانه كعبه او مسجد حرام شريف دِ د حاجيانو، عمره كوونكو، طواف كوونكو، اعتكاف كوونكو او لمُونځ ګزارو د پاره پاك او صفا اوساتلے شي، هم دا حكم د جماتونو پاك صفا ساتلو دے، هلته [يعني جُماتونو ته] ګنده او بدبوداره څىز مه وړئ، دا د انبياء عَلَيْهِـمُ السَّلام سُنَّت دي. ([1])  

      شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د جمات د صفائي مُتَعَلِّق ارشاد فرمائي: * په جمات کښې د هيڅ قِسمه خزله مه غورزوئ، شيخ عبدُ الحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په جَذبُ القُلوب كښې نقل كوي: كه په جمات كښې معمولي خزله اوغورزولے شي نو د هغې نه جمات ته دومره تكليف رسي څومره تكليف چې د انسان په سترګه كښې د معمولي ذرّے لويدلو سره رسي * د جمات په ديوال، فرش، درئ، صفونو د پاسه يا لاندې تُوكل* پوزه سونړول* د پوزې يا غوږونو خيرے ويستل او په درئ پورې مږل * د جمات د درئ يا صف نه تارونه وغيره ويستل، دا ټول منع دي * د ضرورت په وخت كښې په خپل رومال پوزه پاك كولو كښې باك نشته * د جمات خزله داسې ځائے مه غورزوئ چرته ئې چې بے ادبي کيږي * كه جمات ته دننه پيزار وړل غواړئ نو بَهَر ترينه خاورې اوڅنډئ * كه په ښپو مو ګرد وغيره پروت وي نو ښپے په رومال وغيره باندې پاكې كړئ بيا جمات ته داخل شئ * د جمات په اودس خانه كښې د اودس كولو نه پس په اودس خانه كښې ښپے ښې اوچي كړئ، په لـمدو ښپو داخليدو سره د جمات فرش ګنده كيږي او درئ


 

 



[1]...صراط الجنان، پارہ:1، سورۃ البقرہ، تحت الآیۃ:125، جلد:1، صفحہ: 205۔