Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

قُوَّتِ اِرادي او ثابت قدمي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دويم خبره  كومه چې مونږه د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حكايت نه زده كړه: هغه د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قُوَّتِ اِرادي او سخاوت دے. اندازه اولګوئ! د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قُوَّتِ اِرادي څومره زبردست وو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو نيت اوكړو او نيت هم هغه چې په هغې عمل كول واجب نه وو، نه فرض وو، كه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل نيت خلاف عمل كړے وے نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته لس زره درهمه ګټه ميلاويدله خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پينځه زره درهمه زياته ګټه صرف په دې وجه رد کړه چې ” خپل نيت بدلول ئې نه خوښول.“ ([1])

      سُبْحٰنَ الله! څومره اعلٰى قُوَّتَ اِرادي دے! راځئ چې اوس مونږه په خپل حال باندې غور اوكړو! معلومه نه ده چې مونږه څومره نيتونه كوو او ماتوو * د شپے اوده كيدو وخت كښې الارم اولګوو چې سحر به جَمعې سره لمُونځ ادا كووم خو افسوس! د سحر په وخت كښې د خوږ خوب په بدله كښې د سحر لمُونځ قضا كړو يا د جَمعې ثواب پريږدو * نِيَّت اوكړو چې بيا به ګناه نه كووم خو د نفس په خواهش بيا په ګناهونو كښې اخته شو * نيت اوکړو چې هره ورځ به د قرآنِ كريم تلاوت كووم * نيت اوکړو چې د ”نيكو اعمالو“ رساله كښې به خانے ډكووم * نيت اوکړو چې د ”مدني قافلے“ مسافِر به جوړيږم * نيت اوکړو چې د هر زيارت په ورځ به هفته واره اجتماع كښې د اَوَّل نه تر آخِره پورې شركت كووم * نيت اوکړو چې د دې هفتے پورا مدني مُذاكره به ګورم * نيت اوکړو چې هره ورځ به دومره صفحے د ديني كتاب مطالعه كووم خو معمولي ركاوټ، پريشانئ يا صرف د سُستئ او ناراستئ په وجه د نيكو اعمالو نه


 

 



[1]...ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:65۔