Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(3) نيت بدلول ئې خوښ نه كړل

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  تاجر وو او خپل مال به ئې د تجارت د پاره په ”مُضَارَبَت“ وركولو، حضرت بَكر بِن مُنِير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  بيانوي: يو ځل اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  له د تجارت څه سامان راغلو، د ښار سوداګرو ته خبر اوشو نو هغوئي د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په خدمت كښې حاضر شو، سامان ئې اوليدلو او د پينځه زره (5000) درهمه ګټه په بدله كښې ئې د هغه سامان اخستلو خواهش اوكړو. اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  ورته اوفرمائيل: نن شپه انتظار اوکړئ، په دې جواب اوريدلو هغه سوداګر لاړل. صبا له د سوداګرو  يوه بله ډله راغله، هغوئي د لس زره (10000) دِرهمو په ګټه د اخستلو پيش كش اوكړو، نو امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  اوفرمائيل: پرون چې كوم سوداګر راغلي وو، ما په هغوئي باندې د خرڅولو نيت كړے دے، زه خپل نيت بدلول نه خوښووم .بيا هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  هغه سامان اوَّل راتلونكو سوداګرو باندې د پينځه زره (5000) درهمه نفع په بدله كښې خرڅ كړو. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې حكايت نه مونږ دوه خبرې زده کړې: اوَّل دا چې په تجارت كښې ايمانداري ډيره ضروري ده، د تجارت، كاروبار، محنت او مزدورئ وغيره هر قِسمه روزګار دا اُصول دے چې كوم كس په خپل كار كښې څومره ايماندار وي، هغه به هغه همره ترقي حاصلوي، د هغه په كار كښې به دومره بركت


 

 



[1]...ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:64۔