Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain
هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مُضَارَبَت لاره اختيار كړه، د دې په ذريعه به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته هره مياشت 500 درهمه ګټه راتله او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هغه 500 درهمه د علم په طلب كښې خرچ كولو. ([1])
سُبْحٰنَ الله! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلمِ دين حاصلولو څومره شوق لرلو چې هغوئي به خپله د مياشتې ګټه په دې لاره كښې خرچ كوله، اوس که مونږه لږ په خپله باره كښې غور اوكړو چې مونږه خپل مال كوم كوم ځائے خرچ كوو؟ مونږ خپل مال په قيمتي يعنې ګران نه ګران موبائل اخستلو باندې؟ ښه پيزار، ښكلو جامو، ښكلي ښائسته كور، ښكلي ګاډي وغيره باندې خرچ كوو. افسوس! د عِلمِ دين د پاره د مال خرچ كولو جذبه اوس ډير كمه پاتې ده. ډير كم خلق دي چې كتابونه اخلي، زمونږه بُزُرګانِ دين به كتابونه اخستل، هغه به ئې لوستل، عِلم به ئې زده كولو، چنانچه عَلَّامه اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل يو بُزرګ بازار ته لاړو، هغوئي هلته يو كتاب اوليدلو چې قيمت ئې 500 ديناره (يعنې د سرو زرو 500 سِيكے) وو، هغه بُزرګ هغه كتاب قرض واخستلو او په درې ورځو كښې ئې د رقم ادا كولو وعده اوكړه، بيا راغلو خپل كور ئې خرڅ كړو او د هغه كتاب قيمت ئې ادا كړو. ([2])
ما شَــآءالـلّٰـه څنګه جذبه وه! اوس خو د كتابونه اخستلو او لوستلو شوق ډير زيات كم شوے دے، د عِلمِ دين د پاره مال خرچ كول عام طور ډير ګران محسوسيږي. نن صبا خلق د دين د پاره مال خرچ كولو ته تيار نه دي. الله پاك دِ مونږ ته د عِلمِ دين شوق را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم