Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه اعلٰى تجرباتو نه فائده اوچته كړئ! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! هغوئي هره هفته د اتوار په شپه د ماسخُتن د لمَانځه نه پس په مدني چينل باندې براهِ راست (Live) مدني مذاكره فرمائي، د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د ديني او دُنياوي مشكلاتو د حل د پاره د هغوئي په خدمت كښې سوالونه كوي او هغوئي د علم و حكمت نه ډك جوابونه وركوي. تاسو هم هره هفته د اتوار په شپه بے ناغه په ”مدني مذاكره“ كښې شريك كيږئ. او كه څوك عالمي مدني مركز فيضانِ مدينه كراچي ته تلے شي، هلته دِ لاړ شي او په مدني مُذاكره كښې دِ شريك شي، اِنْ شَــآءالـلّٰـه پخپله به د دې ديني كار ډير بركتونه اووينئ.

د عِلم و حكمت نه ډكه مدني مُذاكره

     د واه كينټ (ضلع راولپنډى) د يو ځلمي بيان دے: لمُونځونه قضا كول، فلمونه ډرامے كتل، شيطان خوشحاله كول، سندرې او باجے وغيره اوريدل او مَست ژوند تيرول زما عادت وو، هائے افسوس! زه په سُنتونو باندې د عمل كولو نه محرومه ووم، زما د ګناهونو ډك ژوند کښې رنړا داسې راغله چې يوه ورځ زما ملاقات د يو مُبَلِّغِ دعوتِ اسلامي سره اوشو، هغوئي زه پوهه كړم او ما ته ئې د اجتماعي اعتكاف ذِهن راكړو، د هغوئي په ډير ښكلي خوږ انداز د نيكئ دعوت زما په زړه اثر اوكړو او زه په اجتماعي اعتكاف كښې شريك شوم، او زما شپې او ورځې په عبادت كښې تيريدل شروع شو، د اثر نه ډك بيانونه او ژړوونكو دُعاګانو زما د زړه دُنيا بدله كړه، د ټولو نه لوئ كرم دا وو چې په اجتماعي اعتكاف كښې د اَمِیرِ اهلسنّت، دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د مدني مُذاكرو اوريدلو سعادت رانصيب شو، د هغوئي د اثر نه ډكو ملفوظاتو [يعنې خبرو] نه زه دومره زيات مُتَاَثِّره شوم چې ما فوراً د خپلو تيرو شوو ګناهونو نه توبه اوكړه او د لمُونځونو پابندي كولو پخه اراده مې اوكړه، د اختر په شپه كور ته د تللو په ځائے د اَمِیرِ اهلسنّت،