Book Name:Imam Bukhari Ki Khas Teen Aadatain

(4) د جُمات ادب و احترام

     يو ځل اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په جُمات كښې تشريف فرما وو، يو كس د خپلې ګيرې نه ډكے لرې كړو او د جمات په فرش ئې واچولو! حضرت محمد بن منصور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   فرمائي: ما اوليدل چې اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  به يو نظر هغه ډكي ته كتل، يو نظر به ئې جمات كښې موجودو خلقو ته كتل، آخر هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  پاڅيدلو او هغه ډكے ئې په خپل لستونړي كښې كيښودو بيا چې كله د جمات نه بهر اُووتلو نو غوزار ئې كړو.([1])

    سُبْحٰنَ الله! د جمات ادب داسې وي...!!! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مبارك انداز هم داسې دے، هغوئي هم د جمات ډير احترام كوي، عام طور هغوئي په خپل جيب كښې د پلاسټك ګوتئ ساتي، او چې كله په جمات كښې څه ويښته يا ډكے وغيره ويني نو را اوچتوي ئې او د پلاسټك په ګوتئ كښې ئې اچوي، بيا چې كله د جمات نه بهر ته اوځي نو جمع شوي ډكي او ويښته وغيره په يو مناسب ځائے كښې واچوي.

     كاش چې مونږ ته هم د جمات داسې ادب و احترام نصيب شي. ياد ساتئ! جمات د الله پاك كور دے، د دې د صفائې او پاكئ خيال ساتل د انبياء عَلَيْهِـمُ السَّلام سُنَّت دي. الله پاك ارشاد فرمائي:

وَ عَهِدْنَاۤ اِلٰۤى اِبْرٰهٖمَ وَ اِسْمٰعِیْلَ اَنْ طَهِّرَا بَیْتِیَ لِلطَّآىٕفِیْنَ وَ الْعٰكِفِیْنَ وَ الرُّكَّعِ السُّجُوْدِ(۱۲۵)  ( پارہ1،سورۃالبقرۃ:125)

مفهوم ترجمہ او مونږه ابراهيم او اسماعيل ته تاكيد فرمائيلے وو چې زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع او سجدے كوونكو د پاره ښه پاك او صفا ساتئ.


 

 



[1]...ہدایۃُ السَّارِی، صفحہ:73۔